کابل باختر دلړم اوولسمه :
دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ پخواني ښاروال دطالبانو له خوا ووژل شو .
دغزني ولايت وياند شفيق ننګ دباختراژانس خبريال ته وويل: دقومي مشر او دغزني دقره باغ ولسوالۍ پخواني ښاروال تيره شپه دده پرکور دطالبانو په بريد کې له خپل يوه ساتونکي سره يوځاى ووژل شو .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ، دغه قومي مشر عبدالقادر نوميده او دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ دهارون خيلو اوسيدونکي و .
دننګ دڅرګندونو له مخې ،دنيکمرغه لوى اختر په دريمه ورځ هم په ده چاودنه وشوه خو روغ رمټ پاتې شو ، وژل شوى سړى چې دښاروال شهرت يې موندلى و دطالبانو دواکمني په وخت کې دقره باغ ولسوالۍ ښاروال و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ