امنیت

په کندز کې له تروريستانو سره دجګړې لپاره دکوماندو دسرتيرو په ګډون دکومکي ځواکونو استول .

کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
دکوماندو دسرتيرو په ګډون کومکي ځواکونه دکندز ولايت ته ورسيدل .
دغه ځواکونه تيره شپه کندز ته ورسيدل  چې دنورو پوځيانو ترڅنګ دوسله والو طالبانو له شتون څخه دکندز دپاکولو لپاره دپراخو پوځي عملياتو مقدمات برابر کړي .
داپه داسې حال کې چې وسله والو طالبانو په کندز کې دوروستيو  نښتو په بهير کې  دسر درانده زيانونه زغملي دي .
دکندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدقسيم  جنګل باغ دباختراژانس خبريال ته وويل چې کومکي ځواکونه او په کندز کې ميشت پوځيانو په ډير لنډ ممکن وخت کې دوسله والو طالبانو له شتون څخه دکندز د ټولو سيمو دپاکولو لپاره پراخ پوځي عمليات پيلوي .
ده وويل: دغه عمليات به دچار درې ، امام صاحب او دخان اباد د ولسواليو په هغو سيمو چې وسله والو طالبانو په دې وروستيو وختو کې خپل شتون اوفعاليت پراخ کړى دى زيات تمرکز ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته