نړۍ

په خيبر ايجسنۍ کې نويو هوايي بريدونو يوولس تنه ووژل

پيښورډان   باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٩ :
دخيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمې پرون دمليشه طالبانو په پټنځيو دپاکستان دجنګي الوتکو  په بريدونو کې   څه ناڅه يوولس تنه ووژل شول او دوولس تنه  نور ټپيان شول.
دپاکستان دډان ورځپاڼې   ددغه هېواد ددفاع وزارت دخبرپاڼې  له خولې  خبر راکړ   جنګي  جټ الوتکو  دتيرا درې  دکوکي خيلو ، ملک دين خيلو  اود اکاخيلو په سيمو کې دمليشه طالبانو  په دريو پوځي اډو  بريدونه وکړل  چې له امله يې  ددوى درې پټنځي  ويجاړ شول.
دپاکستان داردو  دخبرځايونو دخبرله مخې :   دروان کال  دتلي په مياشت کې هم  دخيبر ايجنسۍ دتيرا اوباړې په سيمو کې   دمنګل باغ دډلې په مشرۍ  دلښکر اسلام دډلې په پټنځيو هوايي بريدونه شوي وو.
دروان کال دغبرګولي په مياشت کې دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې  دپاکستاني پوځيانو  دوروستيو عملياتو له پيل کيدو څخه تراوسه پورې  په زرګونو تنه بيځايه شوي دي .
دخيبر ايجنسۍ دډيورند له کر‌ښې اخوا يوه له اوو  نيمه کورواکو قبايلي سيمو څخه ده  چې   په زياترو سيمو کې يې  کورنۍ او بهرنۍ مليشې فعالې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته