سیاستخبرونهاقتصادTOP

افغانستان د برېښنا له درکه، له قرضدارۍ څخه په بشپړ ډول خلاص شو

 کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر

د افغانستان برېښنا شرکت مسئولین وايي چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د برېښنا له درکه د څلورو ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران له قرضدارۍ څخه په بشپړه توګه خلاص شوی دی.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په خپله «اکس» ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: “تر فتحې وروسته د برېښنا په برخه کې لویه ستونزه د برېښنا د څلورو ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران قرضونه وو چې له جمهوریت څخه را پاتې وو؛ بیا پر بانکونو بندیزونه وو؛ خو بلاخره موږ وکولای شول د دغو هېوادونو قرضدارۍ چې شاوخوا ۶۲۷ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېده؛ په بشپړه توګه تادیه کړو.

میوندي زیاته کړې چې دا د هېواد د برېښنا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د پورونو د ورکړې ترڅنګ، مخکې اداینه (پیش پرداخت) هم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه واردېږي، خو د افغانستان برېښنا شرکت مسئولین ډاډ ورکوي چې پر داخلي منابعو هم کار روان دی او د پنځو کلونو په اوږدو کې به افغانستان د داخلي سرچینو په مټ، ۷۱۰ میګاواټه برېښنا ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته