امنیت

په کابل کې پر يوې امنيتي پوستې بريد

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې٣٠ مه
د کابل ښار په اوومې ناحيې پورې اړوند دوغ آباد ساحه کې پر يوې امنيتي پوستې د تيرې شپې له بريد وروسته، پوليسو په ساحه کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي .
د باختر آژانس د خبرله مخې: د کابل ښار د دوغ آباد په ساحه کې تېر ماښام پر يوې امنيتي پوستې د يرغلګرو له خوا بريد وشو.
   بريد ټيک هغه وخت ترسره شو چې د پوستې موظفين د روژه ماتې او د ماښام د لمانځه په اداکولو بوخت وو.
د کابل پوليسو وياند فردوس فرامرز وايي چې دا يوه ډار اچوونکې پېښه وه چې درې تنه پوليسان پکې شهيدان او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
فرامرز باختر آژانس ته وويل چې له دغې پېښې وروسته په ساحه کې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
  دغه بريد د کابل د څرخي پله په ساحه کې پر يوې امنيتي پوستې له بريد ٤٨ ساعته وروسته ترسره شو چې له امله يې څلور تنه پوليسان پکې شهيدان شول او د پوستې ودانۍ وسوځول شوه .
  ځينو خبرځايونو  ويلي دي چې د څرخي پله پېښه د نفوذي يرغل زيږنده وه.
په کابل کې پر امنيتي پوستو بريدونه د دغه ښار د خلکو ترمنځ د جدي انديښنو سبب شوي دي.
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته