ټولنه

دکابل غزني په لويه لاره کې مرګانۍ ترافيکي پيښه .

کابل باختر د تلي  لسمه :
دکابل _ غزني په لويه لاره کې دترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او نهه تنه نور ټپيان شول .
په دې پيښه کې يوه ښځه وژل شوې ده او په ټپيانو کې دميدان وردګو ولايت دچک  ولسوال محمد هاشم هم شامل دى .
  دغه ترافيکي پيښه پرون ناوخته دکابل _ غزني  دلويې لارې په اوږدو کې دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو دادسون موټر له دوو تونس موټرو سره چې سپرلۍ يې لرلې  ټکر وکړ .
دميدان وردګو ولايت درسنيو  دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې پيښه کې يوه ښځه وژل شوې او دچک  دولسوال  په ګډون نهه تنه نور ټپيان شوي دي .
خبرپاڼه  زياتوي چې دچک  دولسوال روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى خو ددوو تنو نورو  روغتيايي حالت دټپونو دژورتيا له امله ښه نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته