امنیت

په هلمند کې دنويو نښتو له امله دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د ليندي اوومه :
نهه تنه وسله وال طالبان په  هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار دسنګين ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان ډزې وکړې .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان دهلمند ولايت دسنګين اوګرشک په ولسواليو کې او دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې  دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو  دڅلورو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
دهلمند ولايت يو امنيتي مقام وايي چې په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه  سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته