کابل/باختر/ د غبرګولي ۲۳ مه
د ماشوم نړيواله ورځ پرون په کندزکې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس خبريال خبر راکړ: د کندز والي عبدالجبار نعيمي د ماشومانو په وړاندې د ميندو او پلرونو او د روزنيزو بنسټونو د مسووليتونو په باره کې رڼا واچوله .
نعيمي د تپل شويو جګړو منفي اغېزې د ماشومانو پر روح او روان باندې زيانمنوونکې وبللې او په ټولنه او روزنيزو بنسټونو کې د سالمې فضا د برابرولو يادونه وکړه او د ماشومانو له کورنيو څخه يې وغوښتل، څو خپل ماشومان دتاوتريخوالي په روحيې سره ونه روزي .
د کندز د کار او تولنيزو چارو رييس محمدظاهر عظيمي د حکومت له خوا د ماشومانو د قانون د تصويب خبر ورکړ اويې ويل: په دغه قانون کې دهېواد د ماشومانو ټول حقوق په پام کې نيول شوي دي او موږ د هغه په تطبيق مکلف يو.
ختم- ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل