سیاست

جمهور رئيس کرزی: افغانستان باید تر راتلونکو ۱۵ ورځو نوی جمهور رئيس او نوی حکومت ولري

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٣ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د مرکز د پوهنتونونو له یوشمېر استادانو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د کابل پوهنتون استاد پوهنوال سید بهادر اکبر د مرکز د پوهنتونونو د استادانو په استازیتوب خبرې وکړې او د لوړو زده کړو د حالت د ښه والي، په ځانګړې توګه د استادانو لپاره د سرپناه په برخو کې د جمهور رئيس حامد کرزي له خدمتونو څخهقدرداني او مننه وکړه.
نوموړي جمهور رئيس ته په خطاب کې وویل چې "په تېرو ۱۳ کلونو کې ټولې مادي او معنوي لاسته راوړنې، د لومړني منتخب جمهور رئيس په توګه ستاسو د ښه مدیریت په نتیجه کې ترلاسه شوي او ستاسو جناب همیشنۍ حوصله مندي به د خلکو، په ځانګړې توګه د استادانو په زړونو کې وي."
جمهور رئيس د هېواد د مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې، پر امنیتي حالت او د عامو خلکو پر ژوند د انتخاباتو د بهير د اوږدېدو له کبله منفي اغېزو ته یې په اشارې سرهوويل چې د انتخاباتو پايلې باید په ټاکل شوې نېټه اعلام شي او افغانستان باید تر راتلوونکو ۱۵ ورځو نوی جمهور رئيس او نوی حکومت ولري.
همداراز جمهور رئيس د جمهوري ریاست د دواړو نوماندانو ترمنځ شوي توافق ته په اشارې سره وویل چې هيله لرم دغه توافق به د خلکو د لويو ګټو او د اوسنيو حالاتو په پام کې نيولو سره، ډېر ژر د انتخاباتو د پایلو د اعلام لامل شي.
جمهور رئيس په افغانستان کې د ملي یووالي د ټينګښت پر اهمیت د ټينګار په ترڅ کې وویل چې د دغه هېواد دولتمردان،سیاسیون او مخور باید د دغو خلکو او د هغوی د ملي یووالي منندوی واوسي، له همدې کبله پر هغوی د خلکو حق دی چې د دولتي او حکومتي بنسټونو په پیاوړتیا او ټينګښت کې د خپلو ګټو ساتنه وکړي.
په پای کې د مرکز د پوهنتونونو د استادانو له خوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي ته د هغوی د خدمتونو په درناوي لوح تقدير او انځور شوې تابلو، ډالۍ شوه.
په دې ليدنه کې د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبید، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او په علمي او فرهنګي چارو کې د جمهور رئيس سلاکار سرمحقق زلمی هېوادمل هم حاضر و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته