امنیت

٤٤ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر دثور شپاړلسمه :
دهېواد په  بيلابيلو  ساحو کې  دامنيتي او دفاعي منسوبينو په عملياتو کې ددولت ٤٤ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
په دغو عملياتو کې دغه راز ٢٨ تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
دغه عمليات دکونړ ، پکتيکا ، پکتيا ، غزني ، قندهار ، روزګان ، زابل ، هرات ، بلخ ، جوزجان ، فارياب ، بدخشان ، بغلان ، سرپل ، کندز او دهلمند دناامنو ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې  ددولت ٤٤ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ٢٨ تنه نور ټپيان شول او دغه راز دوه تنه نور يې ونيول شول .
دغه عمليات دتوپچي قوتونو په ملاتړ دملي اردو او دملي پوليسو دځواکونو له خوا ترسره شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته