اقتصاد

مالیې وزیر د پیسو دنړیوال صندوق له پلاوي سره وکتل

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٤
مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کب دمیاشتې په ۱۳ مه نېټه د پیسو دنړیوال صندوق IMF)) له پلاوي سره وکتل.
دمالیې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په نامه د درې کلن پروګرام په تړاو د شویو ژمنو په پلي کولو او پرمختګ د پیسو نړیوال صندوق سره چې د ۲۰۱۶ کال د جون په میاشت کې هوکړه پرې شوې وه بحث او نظرونو تبادله وشوه.
د یادونې وړ ده چې د دې پروګرام اساسي موخه په هېواد کې پر اقتصادي اصلاحاتو، له فساد سره پر مبارزې او په بانکي او ګمرکي سیستمونو کې اصلاحات راوستل دي. همدا رنګه دا پروګرام د راتلوونکو پروګرامونو د څیړنې لپاره د ځانګړو اهدافو او ژمنو، همدا راز د اقتصادي پیاوړتیا لپاره استراتیژیک پرمختګ او د هېواد وګړو لپاره د کار موندې زمینه برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته