امنیت

په ناوې او ګرمسېر ولسوالیو کې د ۷ تنو طالبان وژل کېدل

لښکر ګاه باختر د چنګاښ ۱۳ مه د هلمند ولایت په ناوې او ګرمسېر ولسوالیو کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي. ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان پرون وروسته له غرمې د هوايي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې؛په ترسره شویو بریدونو کې د وسله والو طالبانو وسلې،مهمات،نقلیه وسایط، درې مرکزونه او درې پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې دغه راز افغان ځواکونو د هلمند په بېلابېلو سیمو کې ۵۱ ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته