ورزش

دموى تاى ورزشکاران وستايل شول .

کابل باختر دليندى ديارلسمه :
دالمپيک  ملي کميټې نن دموى تاى ورزشکاران او حکمان وستايل .
دغه ورزشکاران په روسيه کې دموى تاى په نړيوالو سياليو کې دسپينو زرو ددريو مډالوپه ترلاسه کولو سره هېواد ته راستانه شوي دي .
دالمپيک دملي کميټې دخپرونومسوول  منور شاه شهزاد دباختراژانس خبريال ته وويل چې دروسيې په کوربه توب د موى تاى نړيوالې سيالۍ دروان کال دنوامبر دمياشتې له شلمې  نيټې   څخه تر اووه ويشتمې نيټې پورې ترسره شوې چې په دغوسياليو  کې دهېواددموى تاى ورزشکاران  سيد روح الله ، شجاع جمال او سهراب سلحشور  وکولاى شول ددغو سياليو دژيړو مډالونه وګټي.
په همدې موخه دالمپيک  دملي کميټې سرپرست محممود  حنيف  له دغو ورزشکارانو، ښوونکو او حکمانو دقدردانۍ په ترڅ کې چې  په دغوسياليو کې  حکمتوب کړى دى ستاين ليکونه ورکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته