کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
د هرات د ورزش ادارې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ پيل شوې دي.
په دغو سياليو کې د هرات له ٢١ کلپونو څخه ٢٠٠ ورزشکارانو ګډون کړى و.
د هرات د ورزش ادارې مسوول محمد حنيف سلطاني باخترآژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې او د دې ورزشي څانګې لپاره د غوره څېرو د ټاکنې په موخه ترسره شوې دي.
\ ج