امنیت

په کابل کې دخراساني نيول کېدل

کابل باختر دچنګاښ ٤مه
عبدالحميد خراسانى چې په زور زياتي او دوسله والو په لرلو تورن دى نن ونيول شو .
هغه غوښتل چې په کابل ښار کې دننيو مظاهرو  په بهير کې بې نظمي رامنځته کړي .
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر سرپرست نصرت رحيمي  باختر اژانس ته وويل عبدالحميد  خراساني د کورنيو چارو وزارت دسازمان موندلو مجرمانو په فهرست کې دى او له نيول کېدو مخکې يې  څو ځلې له پوليسو سره هم نښتې کړې وې .
خراساني له سوداګرو ، تيل پلورونکو او هټېوالو  څخه په باج اخېستنه ، انسان تښتونه ، وژنه ، لوټمارى  ، شوکماري او زور زياتي کې لاس لري .
دکابل دخلکو ترمنځ دوېرې  او وحشت دفضا برابرول  دوږي دمياشتې په اتلسمه نيټه ښکنځل او په صوتي او تصويري  ډول يو زيات شمېر  چارواکو ته سپکاوى او دافغانستان بيرغ ته اور اچول هغه نور موارد دي چې بايد خراساني ورته ځواب ووايي .
  ختم- ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته