امنیت

د څارنوالۍ يو مقام د وسله والو کسانو له خوا وتښتول شو

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
د غور ولايت د تيورې ولسوالۍ د څارنوالۍ سرپرست نور احمد متوکل پرون د خپل کار دفتر ته د ستنيدو په وخت کې د هرات _ غور  د لوى لارې په اوږدوکې د هرات ولايت د چشت شريف ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والوکسانو له خوا وتښتول شو .
د غور ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس ګل احمد حيدري دباخترآژانس خبريال ته وويل چې تراوسه پورې د څارنوالۍ د تښتول شوي سرپرست د برخليک په باب  خبر نه دى ترلاسه شوى .
په همدې حال کې د هرات ولايت امنيتي مقاماتو د دغه سرپرست د موندلو او ژغورنې لپاره د هلوځلو او پلټنو د پيل خبر ورکړ.
تراوسه پورې  ددغې پيښې مسووليت  چا په غاړه نه دى اخستى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته