ټولنه

د باميانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر چارواکو د دغه ولايت خلک ته د غراى محمدي شریعت په هکله رڼا واچوله

کابل/ د سلواغې ٩ / باختر:
د امرباالمعرف اونهي عن المنکر مسوولانو د بامیانو په تولواره او جګره خيلو جوماتونو کې د هغو سيمو خلکو ته د امرباالمعرف، نهي عن المنکر او د غراى محمدي شریعت په اړه معلومات ورکړل.
د باميان ولايت يوه چارواکي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د باميان د امر باالمعرف اونهي عن المنکر محتسبانو پرون د دغه ولايت په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د امرباالمعرف او نهي عن المنکر د اهميت او له اسلامي امارت سره د خلکو د همکارۍ او د اسلام د دښمنانو د تبلیغاتو په له منځه وړلو کې رڼا واچوله او د سيمي له خلکو يې وغوښتل له دوي سره همکاري وکړي.
هغه وویل، خلکو په هغو غونډو کې چې له دوی سره لرلې، له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته