امنیت

په قندهار کې ۱۳ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

قندهار باختر د وږي د مياشتې ۱۹ مه
د قندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۳ تنو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني باختر آژانس ته وویل چې جګړه پرون د دغې ولسوالۍ د کرم کارېز په سيمه کې شوې ده.
دراني زیاته کړه چې په دې جګړه کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور يې ټپیان شوي دي.
د دراني د څرګندونو له مخې: په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته