نړۍ

په پيښور کې دپنځو تنو مليشه طالبانو وژل کيدل

پيښور ډان   باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
دپيښور په متاني ناحيه کې  دامنيتي ځواکونو او دمليشه طالبانو ترمنځ نښته کې ديو قوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
باخترآژانس  دپاکستان دډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ :  دپيښور دآدم خيلو ددرې  يو مشهور قوماندان مصطفي  له څلورو تنو نورو طالبانو سره په دې نښته کې ووژل شو.
دپيښور امنيتي خبرځايونو وويل :  چې په دې نښته کې دوه تنه امنيتي ځواکونه
هم ټپيان شوي دي .
دغه راز  ديوبل خبرله مخې : دوه تنه  مليشه طالبان او دپيښور دوه تنه پوليسان  نن دپيښور په چارسده کې  وو ژل شول .
يوه امنيتي  خبرځاى وويل چې پاکستاني پوليسو په چارسده کې عمليات ترسره کړي  وو  چې له امله يې  دوه تنه وسله وال طالبان او دوه تنه پوليسان ووژل شول او دوه تنه نور پوليس  ټپيان  شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته