کابل باختردليندۍ دمياشتې٥ نيټه :
دوه سوه تنه ځوانې نجونې او هلکان د بغلان ولايت دکار،ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو رياست دحرفوي مهارتونو دانکشاف له مرکز څخه فارغ شول.
د بغلان ولايت دکار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينورياست دحرفوي مهارتونو دانکشاف دعمومي مرکز مسوول تاج محمد فيضي نن دباختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل: ددغو نجونو او هلکانو دغالۍ اوبدلو ، ګلدوزي ، خياطۍ ، دمبايل دترميم او دنلونو دغځولو کسبونه زده کړل .
ده زياته کړه چې هر فارغ ته له کسب سره سم دکار وسايل هم ورکړاى شول.
دبغلان ولايت دکار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو اومعلولينو رياست دحرفوي مهارتونو دانکشاف دمرکز مسوول وويل چې سل تنه نور ځوانان په دې مرکز کې شامل دي چې دلوست چارې يې د ١٥ تنو مسلکي استادانوله خوا پرمخ بيول کيږي.
پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل