امنیت

په پروان کې ديو جهادي قوماندان وژل کيدل

کابل باخترد غبرګولې يو ويشتمه :
په پروان کې پرون دناپيژاندو کسانو له خوا يو جهادي قوماندان  ووژل شو .
دبګرام ولسوالۍ  امنيه قوماندان عبدالرقيب کوهستاني دباختراژانس خبريال ته وويل چې قوماندان عبدالظاهر دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ دده هزاره په کلي کې  دناپيژاندو کسانو له خوا په خپل کور کې په ډزو سره ووژل شو .
  ده وويل  چې لومړنيو څيړنو وښودل چې ددغې وژنې انګيزه  شخصي دښمنى ده او ددغې پيښې  دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي
  ختم_سعيده_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته