نړۍ

امريکا دجمهور رييس مرستيال مکسيکو ته سفروکړ

مکسيکو سټي فرانسپرس  باختر دوږي دمياشتې ٣٠
دامريکا دجمهور رييس مرستيال جوبايدن دجمعې په شپه دمکسيکو پايتخت مکسيکوسټي ته ورسيد او پرون يې ددغه هيواد له جمهور رييس دتريک پنيه نيتو سره يي خبرې وکړې.
دباخترآژانس دخبرله مخې : دغه خبرې د دواړو هيوادونو ترمنځ په اړيکو متمرکزي وى چې په زيات ګومان سره دجاسوسي دفعاليتونوله ادعا وروسته امريکا ورڅخه  ډ ډه کړې وه .
بايدن  پرون دمکسيکو له جګپوړو مامورينو سره وکتل او د هغوي ترمنځ دخبرو محور اقتصادي ، امنيتي اړيکې او دنشه يي توکو له کارتلانو سره دمبارزې په موضوعګانو متمرکز وو.

دمکسيکو دبهرنيو چارو د وزارت مرستيال دچهارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې دامريکا دجمهور رييس سره په دمکسيکو د جمهور رييس خبرې په اقتصادي اړيکومتمرکزې وې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته