سیاست

جمهور رئیس غني د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په شپاړسمه غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته روان شو

-کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکاریو سازمان شپاړسمه غونډه کې د ګډون په موخه د دوه ورځني سفرلپاره د ازبکستان مرکز تاشکند ته روان شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهور رئیس به د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانوپه شپاړسمه غونډه کې پر ګډون سربېره، د ازبکستان له جمهور رئیس او د دغه سازمان د نورو غړو هېوادونو له مشرانو سره وکوري.
جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت د لوى رئیس محمد معصوم ستانکزی، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار محمدشاکر کارګر، په پاکستان کې د افغانستان سفیر او فوق العاده استازی حضرت عمر زاخیلوال، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوى رئیس عبدالسلام رحیمي او د جمهور رئیس ویاند محمد هارون چخانسوري ملګرتیا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته