اقتصاد

دحيرتانو دبندري ښارګوټي عوايد په سلوکې څه دپاسه پنځوس زيات شوي دي

کابل باختر دچنګاښ  اته ويشتمه :
په روان کال کې  دحيرتانو دبندري ښارګوټي عوايد  دتيرکال په پرتله  په سلوکې  څه دپاسه پنځوس  زيات شوي دي .
دحيرتانو  دبندري ښارګوټي مسوول  عبدالروف اميري  باختراژانس ته وويل  چې دعوايدو دزياتوالي علت ، د حيرتانو  دبندري ښارګوټي  دمسوولينو صداقت او په مزارشريف ښار په تيره بيا  په دغه بندر کې دامنيت  ټينګښت دى چې اوس  هره مياشت  څه ناڅه يو مليارد افغانۍ ترلاسه کيږي .
  ده زياته کړه   دحيرتانو  تجارتي ښارګوټي  چې دمزارشريف ښار  دشمال ختيځ  په پنځوس کيلومتري  واټن کې دآمو سيند په غاړه  او له ازبکستان سره په پوله کې  موقعيت لري  يو تجارتي بندر دى  چې دسوداګرو  مالونه  دهمدې بندر له لارې  دموټرو ، بيړيو او داورګاډو په واسطه  ازبکستان ته  صادريږي او ددغه هېواد له لارې  دحيرتانو بندري ښارګوټي ته  وارديږي .
  دحيرتانو  دبندري ښارګوټي مسوول  عبدالروف اميري  چې دسوداګرو دمالونو دتشولو او بارولو  دمرکز دپنځمې برخې  په پرانستلو کې خبرې کولې وويل  چې دغه مرکز دمزارشريف ښار  هوايي ډګر ته څيرمه موقعيت لري  چې د دغه  مرکز  په پرانستل کيدو سره  سوداګرو ته زياتې  اسانتياوې برابره شوي دي .
  دحيرتانو  دبندري ښارګوټي مسوول  زياته کړه چې د ښارګوټي مسوولان په ټول توان سره  دهېواد  په اقتصادي وده او سوداګرو ته  داسانتياو دبرابرولو په برخه کې  دهغوى  په خدمت  کې دي  چې بيلګه يې  په دغه بندر کې دسوداګرو دمالونو د تشولو او بارولو  دمرکز  دپنځمې برخې پرانستل دي .
  دحيرتانو  دبندري ښارګوټي رييس  اويوشمير  سوداګرو هم دمزارشريف ښار  دملکي هوايي ډګر تر څنګ دمالونو دبارولو او تشولو دمرکز دپرانستلو له امله  خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې دغه مرکز  سوداګرو ته  زياتې اسانتياوې برابرې کړي دي .
دبلخ ولايت  اقتصادي سلاکار فيض الله احمد ولي  سنګر هم دسوداګرو دمالونو  دبارولو او تشولودمرکز دپنځمې برخې پرانستل يو مثبت اقتصادي کار  وباله  او ويې ويل  چې دغه مرکز له دوو قواوو اقتصادي ارزښت لري يو داچې مالونه په ډير لنډ ممکن وخت کې دسوداګرو په واک کې ورکول کيږي  اوبله داچې  په کم لګښت سره  دسوداګرو مالونه  ليږدول کيږي .
  ده زياته کړه چې درې کاله مخکې داسيا دپرمختيا بانک په مرسته  دپنځه اويا کيلومترو په اوږدوالي  دمزارشريف ښار تر ملکي هوايي ډګر پورې  دحيرتانو  دبندري ښارګوټي  داوسپنې پټلۍ  جوړه شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته