امنیت

په نورستان کې يوولسو تنو پاکستاني طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر دمرغومي  ديرشمه :
نهه تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې  دجګړې له امله ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړه نن  سهار په وانت وايګل  ولسوالۍ کې  هغه وخت  ونښته چې يوې ډلې طالبانو دپوځيانو دګزمې په  ټيم بريد وکړ .
دافغانستان په ختيځ کې  دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې  نښته کې  نهه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
ده وويل چې جګړه دوانت وايګل ولسوالۍ بازار ته څيرمه  دپوځيانو دګزمې  په ټيم دپاکستاني طالبانو له بريد وروسته  ونښته .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته