امنیت

په بلخ کې د کروندو خاوندان د اپينو د راټولولو لپاره ښځې، ماشومان او د ښوونځيو زده کوونکي استخداموي

مزارشريف/ باختر د غبرګولي دويمه :
په بلخ ولايت کې د يو سيمه ييز بنسټ د څيړنو نتيجې ښيي چې  د دغه ولايت  په زياترو ولسواليوکې د ځمکو خاوندان د اپينو د محصول د راټولولو لپاره ښځې، ماشومان او د ښوونځيو زده کوونکي د پيسو په بدل کې استخداموي .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
دهېواد د شمال په حوزه کې د بشر د حقوقو  خپلواک کميسيون  د دفتر مسوولين د دې کار علت  بې وزلي او وزګارتيا بولي او وايي: ښځې او ماشومان دې ته اړ دي چې د خپلې نفقې د پيداکولو په خاطر د اپينو په راټولولو اقدام وکړي چې دا کار د ماشومانو د حقوقو د ټولو کنوانسيونونو له خوا غندل شوى دى .
د يوه څيړنيز بنسټ د څيړنو نتيجې ښيي چې په روان کال کې په بلخ ولايت کې  د نشه يي توکو کرکيله د تېرکال په پرتله څلور برابره زياته شوې ده .
  تېرکال د بلخ ولايت په دوو ولسواليو چمتال او چاربولک کې په دوه زره هکتاره  ځمکه کې کوکنار کرل شوي و، خو په روان کال کې د بلخ ولايت په اتو ولسواليوکې په اته زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.
اوس چې د اپينو د راټولولو وخت دى، د کوکنارو د کرکيلې او د هغو د حاصلاتو د راټولولو په باب د څيړونکو بنسټونو دڅرګندونوله مخې، د بلخ ولايت په زياترو ولسواليوکې د وزګارتيا او بې وزلى په خاطر ښحې، ماشومان  او دښوونځيو زده کوونکي د اپينو په راټولولو بوخت دي .
دغه راز د بلخ ولايت د اړوندو ولسواليو يوشمير سيمه ييزو مسوولينو او خلکو وويل چې د کوکنارو په کروندوکې د ماشومانو کار د ماشوم د حقوقو د قانون پرخلاف کار دى چې دا کار د دې سبب کيږي چې کوکنار په ماشومانو ناوړه  او بدې اغيزې ولري او هغوى په نشه يي توکو روږدي کوي .
وموغوښتل چې د دغه ولايت د ښوونځيو د زده کوونکو له خوا د اپينو د راټولولو په باب د بلخ ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو  نظر  له ځان سره ولرو، خو هغوى په دې برخه کې خبروته حاضر نه شول.
خو د هېواد د شمال په حوزه کې د بشر دحقوقو د خپلواک کميسيون د دفتر مسوولينو دا کار وغانده او ويې ويل: سربېره پر دې چې ماشومان د روغتيا او سلامتيا په ګډون له علم او پوهې او د خپلو نورو حقوقو څخه بې برخې کيږي، دغه راز  په نشه يي توکو هم روږدي کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته