نړۍ

د اکوادور د سواحلو په زلزله کې ٤١ تنه ووژل شول

کيتو باختر د وري  نهه ويشتمه :
د اکوادور په سواحلوکې د اووه اعشاريه اتو درجو په سختوالي د يوې زلزلې له امله ٤١ تنه ووژل شول .
د دغې زلزلې له امله په سيمه کې زيات مالي تاوانونه هم اوښتي دي او د دغه هېواد په شپږو ايالتونوکې بيړنى حالت اعلام شوى دى. دغه زلزله چې مرکز يې د موئيزنا ښار ته څېرمه و؛ په ١٦٠ کيلومتري واټن کې پايتخت کيتو ښارهم لړځولى دى. تر اوسه پورې د دغې پيښې له امله د مرګ ژوبلې د دقيق شمېر په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
د آرام سمندر د سونامي د خبر دارى مرکز وايي چې د سواحلو تر ٣٠٠ کيلومتري واټن پورې د سترو څپو خطر شته .
د اکوادور هېواد د ٢٨٣ زرو کيلومترو مربع په پراختيا سره په ١٦ مليونو او ١٤٤ تنو وګړو سره د جنوبي امريکا په شمال لويديځ کې موقعيت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته