سیاست

دحقوقي مرستو دکم لګښتو فرصتونو دڅيړنې نتيجې اعلام شوې .

-کابل  باختر دزمري  پنځلسمه :
  دعدليې وزارت دهغې څيړنې نتيجې چې ددايمي اوکم لګښتو حقوقي مرستو دڅيړنې لپاره فرصتونه مساعدکوي نن اعلام کړې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې دغه څيړنه او تحقيق دعدليې وزارت او داسيادبنسټ له خوا دکم لګښتو او دترلاسه کيدو وړ حقوقي مرستو په مقصد دهېواد په مرکز او اتو ولايتونوکې پيل شوى و په دې تحقيق کې له اووه اتيا زرو تنوښځو او نارينه و سره خبرې شوې دي او هغوى  دکم لګښتو او دترلاسه کيدو وړ دايمي حقوقي مرستو غوښتنه کړې وه .
ددغه تحقيق  نتيجې په حقوقي  مرستو دلاسرسي په حق دخلکو نه پوهيدل دي .
ددغې څيړنې له مخې زياتره مرکه کيدونکي ددې غوښتنه کوي چې حکومت دې په مشخصو مواردو کې دمدافعو وکيلانو په معرفي کولو سره له هېوادوالو سره مرسته وکړي . ددغې  څيړنې له مخې حکومت دغه شان مرستې ترسره کوي .   ختم- عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته