سیاست

د پخواني جمهوررييس د دفتر مطبوعاتي اعلامیه

کابل / د سلواغې ۱۶ مه / باختر
د افغانستان پخوانی جمهورريیس حامد کرزی په افغانستان کې د جنګ د پای او د سولې د ټینگښت په اړه د امریکا د متحدو ایالاتو د جمهورريیس دونالد ټرامپ د وروستیو څرګندونو هرکلی کوي.
پخوانی جمهورريیس زیاتوي: ”د افغانستان خلکو لپاره، چې د جګړې له امله یی ډېر کړاوونه ګاللي، د جګړې ختمېدل او د سولې ټینګښت حیاتي مسئله ده. هیله مو دا ده چې د امریکا جمهورريیس پر افغانستان د تپل شوې جګړې د ختمولو لپاره لا هم اغېزمن او ګړندي اقدامات ترسره کړي او یقیناً چې د افغانستان خلک به د امريکا د متحدو ايالاتو د داسې مسوولانه عمل په کلکه ملاتړ وکړي چې په پايله کې یې افغانستان د تل پاتې او سراسري سولې او ثبات خاوند شي.“
پاى /ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته