امنیت

اته تنه وسله وال کسان په جوزجان کې دغلا په تور ونيول شول .

کابل باختر دکب  يو ويشتمه :
دجوزجان ولايت  پوليسو  نن سهار يوه ډله وسله وال غله دشبرغان مزارشريف  په لويه لاره کې  ونيول .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالحفيظ  خاشي باختراژانس ته وويل چې له نيول شويو کسانو څخه اووه ميله  وسله او يوه اندازه  غلا کړى شوي  مالونو هم ترلاسه شوي دي .
خاشي  زياته کړه چې دغو کسانو په لومړنيو  تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى چې په شبرغان ښار او دهغه په شاوخوا سيمو کې يې په زياترو وسله والو غلاوو کې لاس درلود .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته