امنیت

د ملي امنيت شورا د دفتر مطبوعاتي اعلامیه

کابل باختردلړم دمياشتې٣٠ مه    
د میلاد النبي (ص) د نمانځلو په مراسمو د ترهګریز برید په اړه د ملي امنيت شورا د دفتر مطبوعاتي اعلامیه
جنایتکارو ترهګرو او بنسټپالو د خپلو دیني او بشري ضد اعمالو پر دوام،  تير ماښام کابل کې د مولود شریف د نمانځلو په مراسمو د ترهګریز برید په ترسره کولو سره، ددې مراسمو یو شمېر ګډونوال شهیدان او ټپيان کړي دي.

د بې ګناه وګړو په ځانګړې توګه د دیني عالمانو، قاریانو او د قران عظیم الشان د حافظانو وژل، چې د حضرت محمد (ص) د مبارکې ورځې لپاره راغونډ شوي وو، د اسلام او د افغانستان د خلکو د وحشي دښمنانو ترهګریزه تګلاره او شومه دسیسه ده.
دغه خواشینونکې او د دیني او انساني ارزښتونو ضد پېښه ددې ښکارندوي کوي، چې جنایتکاره ډلې په هېڅ راز ارزښتونو باور نه لري او هڅه کوي چې له هرې وسیلې څخه په ګټې اخېستنې د اسلام نوم بد کړي او خلک و وژني.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا، د دغې ترهګریزې پېښې د قربانیانو له کورنیو، د دیني عالمانو له ټولنې، روحانیونو او د افغانستان له ټول ملت سره خپله ژوره خواشیني څرګندوي؛ شهیدانو ته د خدای ج له درباره فردوس جنت او ټپيانو ته د بېړنۍ او بشپړې روغتیا هيله کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا، د دغې ترهګریزې پېښې د غندلو تر څنګ، یو وار بیا په هر ځای کې د ترهګرو پر ځپلو ټینګار کوي او ډاډ ورکوي، چې دغه پېښه به په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.#پاى- سعيده
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته