امنیت

په فارياب کې ديوه ازبکستاني تبعه په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل باختر دليندى ٢٣:
دفارياب  ولايت دقيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې تيره شپه ديوه ازبکستاني تبعه په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دقيصار ولسوال عبدالجميل  صديقي دباختراژانس خبريال ته وويل: طالبانو دقيصار په ارکليک ساحه کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې دامنيتي ځواکونوله مقاومت  سره مخامخ شول او له امله يې  ديوه ازبکستاني تبعه په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او اته تنه نور يې ټپيان شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې، په دې پيښه کې  امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ويل کيږي دتيرو څلورو ورځو په بهير کې  دفارياب ولايت دالمار او شيرين تګاب په ولسواليو کې په دوو جلا جلا پيښو کې  هم پنځلسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته