امنیت

پنځه تنه ترورستان ونيول شول

 

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢١

په ننګرهارو لايت کې پنځه  تنه د ترورستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور ونيول شول .

دملي امنيت دلوى  رياست مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په

ليږلوسره ليکلي دي دپاکستان دمحمدايجنسۍ اصلي اوسيدونکي اودپيښور ښار اوسني اوسيدونکي بلال ، دلوګرولايت دبره کي برک ولسوالۍ اوسيدونکي محمدصادق ، دننګرهارولايت د روداتو دولسوالۍ  اوسيدونکي محب الله دننګرهار  ولايت دکامې ولسوالۍ  اصلي اوسيدونکي او دکابل ولايت  دقره باغ ولسوالۍ  اوسنى اوسيدونکى  راز محمددکابل ولايت دبګراميو دولسوالۍ  اوسيدونکى قاري حمد اله چې په سعيد مشهور دى اودننګرهارولايت په مربوطاتو کې په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو بوخت و دملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شول  .

نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى  چې دننګرهار ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې دطالبانو دډلې دقوماندان  ملافيصل په  لارښوونه دننګرهار ولايت په مربو طاتو کې  په  تروريستي ورانکارو، ماين ايښودنو اودکمين دنيولو په فعاليتونو کې ونډه درلوده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته