کابل باختر دوږي شپاړلسمه :
په ننګرهار ولايت کې يوې محکمې پنځه تنه دانسان تښتونې په تور په اوږدمهال بند محکوم کړل .
دجلال اباد ښار دښاري محکمې رييس مفتي محمد وزير وايي چې دغو پنځو تنودپيښو دترلاسه کولو لپاره ددوو تنو په تښتونې لاس پور ې کړي و .
ده وويل چې ددوى ددوسيو ، سندونو او شواهدو له څيړنې وروسته هريوه انسان تښتوونکي په پنځلس کاله بند محکوم کړ .
مفتي وزير وويل چې تورن کسان کولاى شي دنه قناعت په صورت کې استيناف وغواړي .
له بلې خوا دغې محکمې شپږ تنه نور دجنايي جرمونو په تور له دوو کلونوڅخه تر اتو کلونو پورې په بند محکوم کړل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ