سرپل باختردتلې د مياشتې ٢٤ نيټه :
پنځه تنه وسله وال طالبان تېره شپه د سرپل ولايت په ميرزا اولنګ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي بريد له امله ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مسوول نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل: دغه هوايي بريد د صياد ولسوالۍ د ميرزا اولنګ په درې هغه وخت ترسره شو چې يوه ډله وسله وال طالبان د تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نوريې سخت ټپيان شول.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ