سیاست

حامد کرزي : پوهنې ته لاس رسى ددغه هيواد دهر بچي حق دى.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٦
پخواني جمهور رييس حامد کرزي نن د دنيا پوهنتون له رييس او يو شمير استادانو سره وکتل.
دپخواني جمهور رييس دمطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې د دنيا پوهنتون رييس پوهنيار احمد شاه سنګدل په تيرو ديارلسو کلونو کې دپوهنې او د لوړو زده کړو برخې ته دحامد کرزي دپاملرنې له امله په قدرداني سره وويل: په ټولو برخو او په تيره بيا دپوهنې او د لوړو زده کړو په برخو کې دتيرو ديارلسو کلونو برياليتوبونه دستاينې وړ دى او ځوان نسل به هيڅکله دا ټول هيرنه کړي.
سنګدل دخپلو خبرو په دوام دماسترى درې سکالرشيپونه او دليسانس پنځوس سکالرشيپونه دحامد کرزي ټولنې ته ورکړل.
وروسته حامد کرزي د دنيا پوهنتون له سکالرشيپونو څخه په مننې سره وويل: ښوونه او روزنه پخوا او اوس دافغانستان داسلامي جمهوريت په لومړيتوبونو کې و او دى او پوهنې ته لاس رسى ددغه هيواد دهربچي حق دى .
حامد کرزي زياته کړه چې دهيواد دښوونې او روزنې برخې ته بايد زياته پاملرنه وشي او دعلم او د پوهې دترلاسه کولو په مقصد هغوى ته زياتې زمينې برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته