خبرونهاقتصادټولنه

کابل؛ په څلورمه ناحیه کې یو تفریحي پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د کابل ښاروالۍ وايي چې تفریحي آسانتیاوو او زرغونو سیمو ته د لاس رسي په موخه، د څلورمې ناحیې اړوند د ۵م ګذر په تایمني پروژه کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري په داسې حال کې چې، د تیکا موسسې استازو او د سیمې یوشمېر اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد پارک د ګټې اخیستنې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د تیکا له موسسې څخه چې د پارک په دننه کې یې د پلو لارو جوړولو، د خړوب سېسټم د تنظیم، د اوږدو څوکیو د نصب، سیوري ځای جوړولو، د کرنیزې خاورې د لېږد او د دې پارک د زرغونو سیمو په پراختیا کې یې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې مننه وکړه.

دغه راز نوموړي د ښاري پروژو او برنامو د پلي کولو په برخه کې  له یادې موسسې څخه د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته