ټولنه

محمديونس قانوني د سردارمحمدداوودخان په روغتون کې د بسترو ناروغانو او ټپيانو د احوالو پوښتنه وکړه

کابل باختر  دجوزاد مياشتې ٦ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني نن له غرمې مخکې په کابل ښارکې د پرونى ځانمرګى بريد د ټپيانو او د ملي اردو د يوشمېرهغو نورو  منسوبينو احوالو پوښتنه وکړه چې له تروريزم سره په مبارزه کې ټپيان شوي دي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د جمهوري رياست لومړي مرستيال ته  د شهيد سردارمحمدداوودخان روغتون په
دروازه کې دملي اردو دلوى درستيز ستر جنرال شيرمحمد کريمي او دسردارمحمد
داوود خان روغتون دلوى قوماندان جنرال محمدموسى وردګ له خوا هرکلى وويل شو. وروسته دجمهوري رياست لومړي مرستيال په داسې حال کې چې د روغتون د ډاکترانواو متخصصينوله خوا توضيحات وړاندې کيدل؛ د سردارمحمدداوودخان روغتون بېلابېلې برخې وکتلې او د بسترو ناروغانو او ټپيانو د احوالو پوښتنه يې وکړه .
محمديونس قانوني دغه راز د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د مقام نغدي مرستې په يوشمېر ټپيانو وويشلې او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه يې د هغوى د بيا روغتيا هيله وکړه .
د سردارمحمدداوودخان روغتون  قوماندان او ډاکترانو  او د افغانستان دملي اردو څوتنو منسوبينو چې په محاربوي عملياتوکې ټپيان شوي وو؛ د جمهوري رياست دلومړي مرستيال له خوا په روغتون کې د بسترو ناروغانو او ټپيانو د احوالو دپوښتنې په پاى کې په بېلابېلو برخوکې خپلې ستونزې  د جمهوري رياست لومړي مرستيال ته څرګندې کړې چې په مقابل کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال هغوى ته  ډاډ ورکړ چې هريو مورد به دمسوولو مراجعوله لارې وڅيړل شي.
د يوبل خبرله مخې:
دجمهوري رياست لومړي مرستيال نن  مازيگر د پروان  پوهنتون له رييس او ددغه
پوهنتون  د بېلابېلو پوهنځيو له رييسانوسره په  داسې حال کې وکتل چې په  ملي شورا کې  د دغه ولايت  د خلکو استازې سامعه سادات  هم  حاضره وه .
په دې کتنه کې  د جمهوري رياست لومړي  مرستيال  دلنډو خبرو په ترڅ کې  له دې  امله  چې په پروان  ولايت کې  پوهنتون شته  او د هيواد د بېلابېلو ولايتونو  بچيان پکې زده کړه کوي؛ خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې خپله دنده بولم چې دخپلو وظيفوي صلاحيتونوپه محدوده کې د دغه  پوهنتون  او دمحصلينو ستونزې  حل کړم .
په دې کتنه کې د پروان پوهنتون رييس د اداري، تدريسي، د کنفرانس د سالون  او د ليليې د ودانيو د نشتوالى، په خپل وخت د دغه پوهنتون د استادانو او د نوروکارکوونکو د معاشونو د نه اجرا کيدو، د دغه پوهنتون د امنيت د ښه تامينولو لپاره د امنيتي پوستې د نشتوالى، ددغه پوهنتون استادانوته د ښارګوټي د جوړولو په باب بې پروايى چې ځمکه يې د پروان ولايت د ښوونکو د ښارګوټي ترڅنګ د دولت له خوا پخواپه پام کې نيول شوې ده؛ د دغه پوهنتون ستونزې د جمهوري رياست  لومړي مرستيال ته وړاندې کړې.
وپتيل شوه چې ددغه پوهنتون له  خوا مشخص ليکل شوي وړانديزونه  دجمهوري رياست لومړي معاونيت ته وړاندې شي چې د هغو په پام کې نيولو سره د هغو د حل کولوپه لاره کې لازم اقدام وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته