نړۍ

د شيراز ښار د اسلامي نړۍ د ځوانانو پايتخت شو

انقره  باختر دتلي اوولسمه :
  د اسلامي همکارۍ د سازمان د غړو هېوادونو د ورزش او ځوانانو وزيرانوپه دريمه غونده کې د ايران د شيراز ښار د ٢٠١٧ ميلادي کال لپاره د اسلامي نړۍ د ځوانانو پايتخت شو.
د ترکيې د استانبول ښار په روان کال کې دغه لقب په لاس کې لري.
دغه وړانديز د پنجشنبې په ورځ د اسلامي نړۍ د ورزش او ځوانانو د وزيرانو د غونډې تر څنګ لاسليک شو .
د جګپوړوکارپوهانو په غونډه کې د اسلامي نړۍ د ځوانانو د پايتخت شيراز ښار په انتخاب پورې اړوند وړانديزونه منل شوي و چې دغه وړانديزونه د دغو وزيرانو په غونډه کې تصويب شول.
د دغو مصوبو له مخې، د مشهد ښار به هم د روان کال د لړم په مياشت کې د اسلامي همکارۍ د سازمان د روته څلورمې نړيوالې غوڼدې کوربه وي.
د شيراز ښار د ځوانانو لوى مدير وويل: د ځوانانو ځواکمن کول د اسلامي هېوادونو د ځوانانو د استعدادونو د وده او پراختيا، د اصيل اسلامي فرهنګ خپرول، د اسلامي ګرځندوى په تېره بيا د فارس ولايت د ګرځندوى د زمينو د پراختيا په لاره کې له دغه فرصت څخه ګټه اخستنه ځينې هغه موارد دي چې په ايران کې د ارګانونو له سمو او منسجو پروګرامونوسره د خير او برکت زيږنده وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته