سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله بريتانيا ته ورسيد .

کابل باختر دغبرګولې شپاړلسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن دبريتانيا له جګپوړو مقاماتو سره دکتنې او ددغه هېواد په څيړنيزو  او پوهنتوني  مرکزونوکې دوينا داورولو لپاره بريتانيا ته ورسيد .
داجراييه رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دهېواد اجراييه رييس ددغه سفر په بهير کې دبريتانيا له صدراعظمې ميرمن  تريزامي ، دبريتانيا له وليعهد شهزاده چارلس ، دبريتانيا دبهرنيو چارو له وزير بوريس جانس ، دبريتانيا دنړيوالې پراختيا له وزير پيني لوپ ماري مور دانت ، د بريتانيا دوسله والو  ځواکونو په چارو کې ددولت دوزير  مارک  لنګستر ، دبريتانيا دملي امنيت له سلاکار  مارک سيدول او ددغه هېواد له يوشمير هغو ملکي او نظامي مقاماتو سره ليده کاته اوخبرې اترې کوي چې په افغانستان کې يې دنده ترسره کړې ده .
ډاکتر عبدالله عبدالله دغه راز په بريتانيا  کې دخپلې استوګنې په بهير کې دبريتانيا په چتم هاوس  پوهنتون او ددغه هېواد دوينچستر  پوهنتون ددين  ، پخلاينې او سولې  دمطالعاتو په مرکز کې چې پخوا يې په رسمي توګه ورته بلنه ورکړې وه په افغانستان پورې  داړوندو قضيو په باره کې  ويناکوي .
دهېواد اجراييه رييس به ددغه سفر په بهير کې دکوربه  هېواد له رسنيو اوله نړيوالو رسنيو او په بريتانيا  کې له يو شمير ميشتو هېوادوالو سره دافغانستان دحالت او دبريتانيا  او افغانستان داړيکو په باره کې هم خبرې وکړې .
ددواړو هېوادونو ترمنځ ددوستانه اړيکو لازيات ټينګښت او پراختيا او دافغانستان   له حکومت او خلکوسره دبريتانيا دمرستو له امله قدرداني  ، له دار اچونې سره مبارزه ، له افغانستان سره دبريتانيا  دنظامي او غير نظامي  مرستو زياتوالى او دافغانستان دوسله وال پوځ دځواکونو روزنه اوسمبالښت ، اقتصادي سوکالې او دبې وزلي  کمښت ، له راستنوشويو او له کورنيو بې ځايه شويو کسانوسره مرسته ، دملي وحدت  په حکومت کې اصلاحات اوپرمختګونه ، دښې حکومتوالى  پياوړتيا ، له فساد سره مبارزه ، دامنيت دتامنيولو  لارې چارې او په سولې برلاسى  او دافغانستان سيمه ئيزې  اړيکې او رول ددغه سفر دخبرواصلي محور دى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته