امنیت

د ډار اچوونکوله شتون څخه د ميرزا اولنګ د کلي بيا پاکول

کابل باختر دزمري دمياشتې ديرشمه   :
د سرپل ولايت د ميرزا اولنګ کلى نن يو ځل بيا د ډار اچوونکوله شتون څخه پاک شو.
دغه کلى په دې وروستيو وختوکې د طالبانو د ډله ييز يرغل په بهيرکې د دغې ډلې له خوا ونيول شو او يرغلګرو د ٢٤ ساعتو په بهيرکې د ميرزا اولنګ د ښـځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو تنه ملکي وګړي ووژل  .
د طالبانو له دغه خونړي بريد وروسته پوځيانو عمليات ترسره کړل او طالبانو ته يې د سر د درندو زيان په اړولو سره ميرزا اولنګ يې بېرته ونيوه، خو دغه کلى يو ځل بيا د طالبانو د شتون او فعاليت ډګر و ترڅو چې د دويم ځل  لپاره د کوماندو  ځواکونو په ځانګړو عملياتوکې دغه کلى د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړ.
دکوماندو د ځواکونو ويانداحمدجاويدسليم باخترآژانس ته وويل چې د کوماندو ځواکونو د ميرزا اولنګ کلى په بشپړه توګه د ډار اچوونکوله شتون څخه پاک کړى دى.
په دغو جګړوکې  وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
وروستۍ جګړې او دغه راز  د ميرزا اولنګ په کلي د طالبانو خونړي بريد د دې سبب شو چې د دغه هزاره ميشتې ساحې په سلګونو کورنۍ د خپلو کورنو پريښودو ته اړې شي .
زياتره دغه کورنۍ د طالبانو د بيا ستنيدو له ويرې خپلو کورونو ته نه دي ستنې شوې، خو په سرپل کې پوځي مقامات وايي چې د ميرزا اولنګ په مهمو او شاوخوا سيمو کې به پوځي واحدونه جوړ شي چې د ډار اچوونکو د بېرته راستنيدو او د ډار اچوونکو له خوا د خلکو د ګواښولو امکان نه وي.
پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته