امنیت

شپاړلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
شپاړلس تنه وسله وال مخالفين د افغان امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وويل: افغان امنيتي ځواکونو دڅلور ويشتو ساعتو په بهيرکې دبلخ، قندهار، زابل، ميدان وردګو، لوګر ، پکتيکا،پکتيکا او دهلمند ولايتونو په مربوطاتوکې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دوه تنه يې ټپيان او لس تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: دملي پوليسو منسوبينو د کونړ ،کندز ، او دپکتيا ولايتونو په مربوطاتوکې د وسايطو ضد څلور ماينونه چې د وسله والومخالفينوله خوا د ورانکارو او تروريستي عملونو دترسره کولو په مقصد ښخ کړى شوي و؛ کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته