سیاست

جمهوررئیس غني: د هرات د صنعتکارانو غوښتنې د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې دي

کابل باختر د  ثور  څوارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د سولې مشورتي لویه جرګه کې د هرات د خلکو استازو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې ډاکټر محمداصف کبیر د نورو په استازیتوب د افغانستان خلکو او جمهوررئیس ته د مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو مبارکې وویله.
ډاکټر کبیر د هرات د کدرونو د استخدام، خپلو سیمو ته د سېلابونو له امله د بې ځایه شویو د ستنېدو، د دغه ولایت د واقعي وګړو مطابق د بودجې په پام کې نیولو، د ودرول شویو پروژو د کار د پیل او نیم کاره پروژو د کارد چټکتیا، د اوبو د بندونو، سرکونو، د مور او ماشوم روغتون او د کادري روغتون، د ښوونکو او روغتیایي خدمتونو د مامورینو دکمښت، د هرات ختیځو ولسوالیو ته د برېښنا د انتقال او ولایت ته د شینډنډ ولسوالۍ د ارتقا په اړه د هرات ولایت د خلکو غوښتنې او اړتیاوې جمهوررئیس سره شرېکې کړې.
وروسته د هېواد جمهوررئیس د سولې مشورتي لویه جرګه کې د هرات د خلکو د استازو د فعالې ونډې قدرداني وکړه ويې ویل، دغه عظیم ولس د سولې مشورتي لویه جرګې کې خپله همغږي او یووالی وښود او تاسې هر یو د سولې سفیران یاست او د سولې پیغام هرات ولایت ته ورسوئ.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، پر پروژو کار په سرعت دوام لري، خو د قراردادونو د انحصار او فساد له امله ځنډېدلې پروژې  به لغوه شي او له هغوی یې وغوښتل چې د فساد په لمنځه وړلو کې له حکومت سره مرسته وکړي.
جمهوررئیس غني وویل: تر راتلوونکو پنځو میاشتو پورې د اوبو مدیریت ته اساسي توجه کېږي او د هېواد سویل لویدیځ د اوبو پر حوزې به زیات تمرکز وشي. هغه زیاته کړه، ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره د کرنې پراختیا، بازارموندنې او د محصولاتو بسته بندی ته د رسېدو لپاره جدي پاملرنې ته اړتیا ده.
جمهوررئیس وویل، ځمکه باید د تولید وسیله وي او د هرات د صنعتکارانو غوښتنې د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې دي، ځکه د تولید او عوایدو زیاتوالی، اقتصادي ځان بسیاینې ته زمینه برابروي.پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته