امنیت

اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
دامنيتي ځواکونود هغو ګډو فعاليتونو په بهير کې چې پرون دهيواد په ځينو سيموکې ترسره شول اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته خبر ورکړ.
امنيتي ځواکونو دکاپيسا ، فارياب ، غزني او دپکتيکا دولايتونو په مربوطات کې يولړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ،لس تنه ټپيان او يوتن بل يې ونيول شو اوشپږ ديرش کيلوګرامه چرس او يوه اندازه جنګي وسايل  هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
  دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دغزني او فارياب ولايتونو په مربوطاتو کې دامنيتي ګزمو په بهير کې درې ماينونه کشف او شند کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته