روغتیا

په غور کې دروغتيايي کارکوونکو اعتصاب کړى دى

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٨ :
په غور ولايت کې دلسګونو روغتيايي مرکزونو کارکوونکو ددوى دمياشتني حقوقو  دنه ورکولو په غبرګون کې   په کاري اعتصاب لاس پورې کړى دى.
دوى وايي  له پنځو مياشتو راپه دې خوا يې خپل  حقوق نه دي ترلاسه کړي.
اعتصاب کوونکي کارکوونکي په غور کې  دروغتيايي زياته برخه  جوړوي.
دغه روغتيايي کارکوونکي دتيوري  ، شهرک ، دولينه ، ساغر  اوتولک په روغتيايي مرکزونو کې کارکوي.
يو اعتصاب کوونکى ډاکتر چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه  وکړه باخترآژانس ته وويل : پنځه مياشتې کيږې چې موږ معاشونه نه دي اخيستي اودولت زموږ په فکر کې نه دى  او موږ شپه او ورځ دخلکوپه خدمت کې يو
اعتصاب کوونکي چې شميريې سلګونو ته  رسيږي  وايي چې له دولت څخه دخپلو مياشتنيو حقوقو  تر تر لاسه کولو پورې کارته نه ستنيږي.
په همدې حال کې ددغو روغتيايي مرکزونو تړل کيدل دغور محرومو خلکو ته جدي ستونزې  رامنځته کوي.
دغور ولايت  دعامې روغتياي رياست يوتن چارواکى وايي  چې ډير ژر به دغه روغتيايي کارکوونکي خپل حقوق ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته