ټولنه

دوه تنه په يوه ترافيکي پيښه کې ووژل شول

کابل- باختر د کب دمياشتې ٤
دوه ميرمنې نن په يوه ترافيکي پيښه کې ووژلې شوې.
د کوهستان د لومړۍ برخې ولسوال عبدالفتاح شفيق د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه د کوهستان د لومړۍ برخې د ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ګلبهار په نساجۍ کې د دوو کړندي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه چې له امله يې د دوو موټرونو سپرلۍ دوه تنه ميرمنې ووژلې شوې او د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه نارينه ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: ټپيان روغتون ته وليږدول شول چې د دوو ماشومانو په ګډون د دريو تنو روغتيايي حالت سخت بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته