ټولنه

د نړۍ د خوړو سازمان په سمنګانوکې په زده کوونکو غوړي وويشل

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٨
د نړۍ د خوړو دسازمان له خوا د سمنګانو ولايت د خرم سار باغ په ولسوالۍ کې د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو په لسګونو تنو زده کوونکو غوړي وويشل شول.
د سمنګانو ولايت دخرم سارباغ ولسوال عبادالله مجاهد د باختر آژانس خبريال ته وويل: د نړۍ د خوړو سازمان ادارې د دغې ولسوالۍ له بې وزلو کورنيو سره د مرستې په لاره کې چې د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو څه دپاسه شپږ زره زده کوونکې نجونې او هلکان يې تر پوښښ لاندې نيولي دي؛ له هريوه سره په مياشت کې د څلورو ليترو غوړيو مرسته کوي.
په همدې حال کې د سمنګانو ولايت د پوهنې رييس عبدالوهاب ظفري وايي: دغه توکي له يوې خوا په لرې پرتو ساحوکې دبې وزلو کورنيو له ماشومانو سره مرسته ده او له بله پلوه په دغو سيموکې زده کوونکي زياته مينه پيدا کوي چې ښوونځي ته ورشي او زده کړه وکړي.
د يادونې وړه ده چې په دغه ولايت کې په پوهنې پورې اړوند ٣٢٠ بنسټونه شته او د هغه ښه امنيت په دليل چې په دغه ولايت کې تامين دى؛ د هيڅ يوه ښوونځي دروازه د زده کوونکو پرمخ تړلې نه ده او د سمنګانو ولايت د مرکز او شپږ ګونو ولسواليو په کچه دپوهنې درسي پروګرامونه په سمه توګه عملي کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته