امنیت

دکندز په علي اباد کې ديوې پوځي قرارګاه دکلابندى ماتيدل

کابل باختر د زمري  دريمه :
دکندز ولايت د علي اباد په ولسوالۍ کې يوه ستره پوځي قرارګاه دوسله والو طآلبانو له کلابندى  څخه خلاصه شوه .
په لسګونو تنه پوځيان درې ورځې مخکې دوسله والو طالبانو له ډله ئيز بريد وروسته په دې قرارګاه کې کلابند شوي و .
درارسيدلو خبرونوله مخې،  دکوماندو ځواکونو تيره شپه ددغو پوځيانو خلاصون ته ورودانګل او په طالبانو په بريد سره  يې دکلابندى کړۍ ماته کړه .
  دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختراژانس ته وويل چې په دغو ځانګړو عملياتوکې وسله والو  طالبانو ته  دسردروند زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
ده وويل چې په دغو ځانګړو عملياتو کې دکندز ولايت د علي اباد ولسوالۍ پوځي قرارګاه دطالبانو له کلابندۍ څخه خلاصه شوه .
داپه داسې حال کې ده چې  دکندز ولايت ځينې سيمې په څو وروستيو ورځو کې دوسله والو طالبانو په ډلې  پورې  ديرغلګرو طالبانو او دپوځيانو ترمنځ دسختو نښتو ډګر دى .
دکوماندو دځواکونو وياند وايي چې پوځيان په دې بريالي شوي دي چې دکندز په ځينو سيمو کې وسله والو طالبانو ته دسرزيان واړوي او زياتره ساحې له هغوى  څخه بيرته ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته