سیاست

داجراييه رئيس پيغام .

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه :
دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې په مناسبت دملي وحدت دحکومت داجراييه  رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام .
دزمري دمياشتې اته ويشتمه زموږ دګران هيواد افغانستان دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو له  کاليزې سره سمون لري چې په ١٩١٩ ميلادي کال  کې دافغانستان دميړني ملت او دهيواد دزړورو قوتونو په پرله پسې او سر ښندونکي  مبارزې سره  ترلاسه شوه او دافغانستان مقدسې خاورې په سيمه اونړۍ کې ديوه ازاد او خپلواکه هيواد په توګه خپل مقام بيا ترلاسه کړ.
زه ددغې  تاريخي او سترې ورځې  له امله  تاسو ټولو ګرانو هيوادوالو ، په تيره بيا  دملي اتلې اردو  منسوبينو ، ويښو امنيتي ځواکونو او  دهيواد  دازادۍ  خپلواکۍ او دځمکنۍ بشپړتيا  دلارې ټولو مجاهدينو او مبارزينو ته دزړه له کومې مبارکي وايم  او ددغې وياړلي  تاريخي خاطرې درناوى کوم او دهيواد دازادۍ  او خپلواکۍ  دلارې دشهيدانو درناوى کوم .
دهيواد دخپلواکۍ بيرته ترلاسه کول  داستعمار پرخلاف دافغانستان دخلکو دنږدې  يوې پيړۍ  مبارزې  نتيجه وه چې دلومړيو او دويمو مشروطه غوښتوونکو او د فکري اوسياسي  مخکښو او دهيواد  دازادۍ  او خپلواکۍ  په ترلاسه کولو کې دځوان او اصلاح غوښتونکې باچا امير امان الله خان په مشرۍ  دافغان ځوانانو دغورځنګ رول  انکار نه منونکي دى . دهمدغو کسانو ،  دملي اتلې اردو دهڅو او هاند اودخلکو دبشپړ ملاتړ له امله و چې په پاى کې دافغانستان  وياړلي بيرغ  داريانا په لوړو څوکو کې ورپول شو او دملت تالو دازادي له ښه خوند څخه  خوږ شو . خو له بده مرغه  افغانستان دخپلواکۍ  له ترلاسه کولو وروسته  دتاريخ په اوږدوکې هم  هيڅکله  ددښمنانو له شر څخه  خوندي پاتې نه شو او دتاريخ  په بيلابيلو دورو کې يې  له ډول ډول توطيو او دسيسو سره  لاس او ګريوان  شوى دى  چې له نيکه مرغه  له دغو ټولو ډګرونو څخه  بريالي  او سرلوړې  راوتلى دى . دسره پوځ  ماتې او دجنوب  دتورې  توطيې  شنډول او دهيواد  دخپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه دافغانستان داتلواو زړه ورو مجاهدينو اوخلکو  د سرښندنې ځان تيريدنې او زړه ورتيا  نتيجه ده . هغه خلک اومجاهدين چې په تيرو دوو پيړيو کې داستعمار دماتې  مخکښ او سالار ، ديرغلګروله منګولو څخه دخلاصون لپاره  تر ستم لاندې  ملتونو الګو او دنړۍ دازادي غوښتونکو سرمشق دى .  نن ورځ هم دافغانستان ملت  په ډول ډول بهرنيو توطيواو لاسوهنو کې  لتاړ دى . چې په نوى رنګ او صبغې سره  ډګر ته  وردانگلي  دي او دهرې ورځې په تيريدو سره  ددغه مظلوم ملت ټپونه  زياتوي . پرون دافغانستان خلک  دنړۍ تر غاښونو پورې  وسله والو زبرځواکو او اردو سره مخامخ و .  او په هغوى باندې بريالى شول خو نن له  هغو کسانو سره  مخامخ دى چې  په غلچکي سره  په تورتم کې ړغليږي .  او په غلچکي سره دشيطانونو دلښکر په شان په ماشومانو بوډاګانو ، ځوانانو ، نارينه و او ښځو بريدونه کوي او  جوماتونو او ښوونځيو ته له  اور اچولو ، ددين دعالمانو له وژلو ،  دمسلمانانو  نواميسو ته  له سپکاوي او  دعمومي اماکنو او ټولګټو تاسيساتو له ويجاړولو څخه ډډه نه کوي  هغه کسان چې ځان يې  دهيواد  په دښمنانو پلورلې دي او ددښمن دناوړو هدفونو دتحقق  دوسيلې په توګه  عمل کوي . دملي وحدت حکومت  دخلکو په ملاتړ او له ډار اچوونکو او ددښمن له پلورل شويو  ګوډاګيانو سره  دجګړې په ډګرونوکې دهيواد  دامنيتي ځواکونو  په پياوړې شتون سره  په قوت او اقتدار سره  چلند کوي او اجازه نه ورکوي  چې تروريستان  خپلو هدفونو ته ورسيږي .
په تيرو شپږو مياشتو کې دهيواد په ګوټ ګوټ کې دطالبانو ټول تحرکات  شنډ شوي دي او په هغوى باندې  مرګوني  ګوزارونه شوي دي .
تاسې نن وينئ  چې دښمن  ددې هيواد په هيڅ يوه سيمه کې په دې نه دى  بريالى شوى چې دځان لپاره   دپښې  ايښودلو ځاى پيداکړي .
  په بې ګناه خلکو بريد او  دغلچکي عملياتو ترسره کول  دجګړې په ډګرونو کې  په ذلت سره  ددښمن دماتې  نښه نښانه ده .  دملي وحدت حکومت  په هيواد کې  دوينې توييدو دبندولو لپاره له هرې ممکنې لارې څخه استفاده کړې ده اووبه يې کړي . دغه حکومت  له وسله والو مخالفينو سره  دخبرو په بهيرژمن دى . خو په دې شرط چې هغوى  ځان  دپرديو استخباراتي سازمانونو له منګولو څخه  وژغوري .او  خپلو خلکو ته  مخه وکړي . ترور او وحشت هيڅکله نه شي کولى  دخپلې ازادي او خپلواکي  دساتنې لپاره  ديو ملت  اراده  ماته کړي . بلکې دطالبانو دتاوتريخوالي په وړاندې زموږ ملت  لاپسې منسجم او يو موټي کوي .
رښتيني ازادي او خپلواکي  هغه وخت ترلاسه کيږي چې خلک  ، حکومت  او دولت  يو بل ته  لاسونه ورکړي او له خنډونو څخه  دتيريدو او ددښمن  له توطيو سره  دمقابلې لپاره  په ګډه  همکاري او هلې ځلې وکړي .
په اوسنيو  نازکو شرايطو کې چې دښمن په خپلو ټولو امکاناتواو توان سره  ډګر ته راوتلي دي  زموږ دبرياليتوب شرط له تفرقې څخه لرې والي او په ټولنه کې  ديوبل دمنلو دروحيې پياوړتيا او دملي وحدت او پيوستون  لازيات ټينګښت دى .   ددښمن  يوه وسيله  دخلکو ترمنځ داختلاف وړ  مسئلو طرحه کول دي
چې بايد په هوښياري سره  دهغوي دسيې شنډې  کړو . او ددښمن  دنفوذ ټولې زمينې په تيره بيا  دهغه دپنځم  ستون  رول او ماهيت خپلو خلکو ته په ډاګه  او بربنډ کړو .
  دافغانستان رښتيني خپلواکي هغه وخت ترلاسه کيږي  چې موږ يو واحد ، يو موټې او ويښ  ملت واوسو . او دهيواد  دبيا جوړولو او په خپلو پښو  ددرولو لپاره  په ګډه  کار اومبارزه وکړو او خپله ملي اراده دټولنيز ژوندانه په ټولو برخو کې  څرګنده او  جوته کړو .
يوځل بيا  دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې له امله  ټولو ګرانو هيوادوالو ته مبارکي وايم  او تاسو ټولو ته  دلوى خداى( ج  ) له دربار څخه دسلامتيا  اوتوفيق هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته