ټولنه

جمهوررئیس غني د پروان ولایت له ښځو سره وکتل

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٤نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پروان ولایت ته د خپل سفر پر مهال پرون ماسپښین د دغه ولایت له ښځو سره وکتل او د ښځو لپاره یې د پلورنځیو، سپورتي خونو اوځانګړي سوداګریز مارکیټ لرونکي کمپلکس د جوړولو، د ښځو د وړتیا لوړولو د پروګرامونو، د ښځو لپاره د حقوقي مشورو د ورکولو د مرکز د جوړولو او د کاندیدانو د امنیت د ټینګښت په برخو کې د دوی ستونزې او وړاندېزونه واورېدل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررئیس غني د پروان ولایت له ښځو څخه د دوی د فعالیتونو په خاطر مننه وکړه او ويې ویل، ښځو ته درناوی زموږ د ملي فرهنګ برخه ده او دغه فرهنګ باید وده وکړي. هغه زیاته کړه، د ښځو پیاوړتیا د حکومت د پاملرنې په محراق کې ځاى لري،دغه راز په پروان ولایت کې ۲۰۰ بستریز روغتون جوړېږي چې د دغه روغتون ۵۰ بستره نسایي ولادي ناروغانو ته ځانګړي کېږي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، روان کال په هر ولایت کې یوه مسلکي لېسه جوړېږي. هغه ښځو ته وړاندیز وکړ، په داسې برخو کې زده کړې وکړئ چې افغانستان ورته اړتیا لري.
همداراز جمهوررئیس د پروان والي او د چاریکارو ښاروال ته لارښوونه وکړه چې د ښځو لپاره د کمپلکس د جوړولو په موخه اقدام وکړي. پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته